په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: پر کلتور د ثور اوومې کودتا اغېز

د دې اوونۍ پېلوزي کې

Image caption د ثور اوومې اوښتون سره پر افغان کلتور له بېلابېلو اړخونو ژورې اغېزې وشوې.

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غوايه پر اوومه، پوره ۳۴ کاله مخکې د سردار محمد داود خان حکومت په يوه پوځي کودتا کې راپرځول شو او له يوې نوې ايډيولوژۍ سره د خلق ديموکراتيک ګوند په مشرۍ حکومت واک ته ورسېد.

۱۴ کاله وروسته ترې بيا د غوايه پر اتمه، د ايډيولوژۍ او نومونو له بدلون سره سره په کابل کې د ډاکټر نجيب په مشرۍ حکومت وپرځېد او پر ځای يې د مجاهدينو يوې ډلې ځان پر حکومت اعلان کړ، خو ورسره کابل بيا د بېلابېلو ډلو ترمنځ د جګړې پر ډګر بدل شو.

د ۱۹۹۶ کال سبتمبر کې طالبانو کابل او ورسره د افغانستان ډېرې برخو باندې ولکه ټينګه کړه. په تېرو ۳۴ کلونوکې په افغانستان کې ادب او کلتور له هسکو ټيټو، ننګونو، ګواښونو او بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.

د پېلوزی دې اوونۍ کې پر همدې بنډار کوو، چې په کابل کې ليکوال او څېړنکی حبيب الله رفيع او هم لندن مېشتی ليکوال اکبر کرګر په راسره خبرې کوي.

لومړی ښاغلی کرګر چې هغه مهال د خلق ديموکراتيک ګوند له پلويانو وو، پر کلتور د غوايه اوومې کودتا پر اغزو غږېږي.

د کندهار مير هزار

او کندهار هم په تېرو دريو لسيزو کې د جګړې ډګر پاتې شوی، چې له امله يې تاريخي ځايونه زيانمن شوی دي.

د کندها له لرغونو ودانيو يوه هم، د ميرهزار جامع جومات دی، چی له نن څخه کابو ۲۶۰ کاله وړاندی په اوسني احمدشاهي ښار کې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی دی.

له يوې خوا دغه جامع جومات خورا زړه مخينه لري، بل پلو د حضرت محمد(ص) په خرقې شريفې هم شهرت لري، چې لومړی ځل په دغه جامع جومات کې ايښودل شوې وه.

دغه جامع جومات د نورو لرغونو ابداتو په څېر په تېرو لسيزو کې دروند زيان ليدلی دی.

نرګسي وږمې

"نرګسي وږمې" د ښځينه شاعرانو د پېژندنې يوه ټولګه ده، چې دا اوونۍ د مخکتنې په وياړ د ننګرهار مېرمنو شاعرانو يوه مشاعره جوړه کړې.

دغه کتاب د نرګس په نامه د ښځو يوې را ډيو چاپ کړى دى، چې د شا او خوا څلوېښت ځوانو ښځينه شاعرانو پېژندنه په کې شوې ده.

ببرک مياخېل مو پېلوزي کې له دغې مشاعرې خبروي.

دغه راز دا اوونۍ د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سليمان تخت په نامه لومړۍ دوديزه مشاعره جوړه شوې وه.

په مشاعره کې د اروزګان، هلمند، زابل او کندهار ولايتونو لسګونو شاعرانو، ليکوالانو او دادب مينه والو ګډون کړى وو.

سوله، بيارغونه او هېوادپالنه د ګډونوالو د شعرونو منځ پانګه جوړله.