په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فقير: اوس د ټول ملت د يو کولو وخت دى

شل کاله دمخه همدا شپې ورځې د شوروي پلوې واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته جهادي ډلې د واک د نيولو په هيله کابل ته ننوتې.

خو د هيلو خلاف، د هغوى ورتگ افغانستان ته د ټيکاو او سولې پر ځاى نورې جگړې او کړاوونه وروړل.

د کورنيو شخړو پړاو په اصل کې ٣٤ کاله وړاندې د ثور په همدې مياشت کې، د خلک ديموکراتيک گوند په کودتا پسې راونښت چې د ولسمشر محمد داود تر وژلو وروسته يې دولتي واک تر گوتو کړى و.

د دغه گوند يو مشر اوس وايي چې تر اوږدو سياسي تربگنيو وروسته اوس د ټول ملت د يو کولو وخت دى.

فقير محمد فقير چې د حفيظ الله امين په واکمنۍ کې د کورنيو چارو وزير و، د ثور د اوومې په درشل کې له بي بي سي سره غږېده.

د هغه په باور د افغانانو د نژدې کېدو لوى خنډ بهرنۍ لاسوهنې دي چې اوس تر هر بل ډېرې پياوړې او برنډې برېښي.

زموږ همکار داود جنبش له ښاغلي فقير نه په يوه مرکه کې لومړى پوښتلي چې د خپلي واکمنۍ د مهال کوم کار ډېر د خواشينۍ وړ بولي؟