په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سليمان لايق: د سپيناوي وخت راغلى دى

د هغو کسانو په سر کې چې ملت ته له ټولو سياستوالو څخه د ځواب غوښتنه لري، يو هم سليمان لايق دى چې پخپله د ثور تر اوومې وروسته وزارت ته رسېدلى و.

ښاغلي لايق ويلي په هېواد کې د يوه رېښتوني باور د منځته راتلو لپاره په کار ده چې هم ښى او هم کيڼ لورى ولس ته ووايي چې په تېرو دريو لسيزو کې يې څه کړي او ولې يې کړي دي.

خو دغسې غوښتنو ته د ټيکاو د زيانمنېدو له ويرې تر اوسه چا ځواب ندى ويلى.

سليمان لايق مني چې د ثور تر اوومې وروسته د افغان ټولنې نښېلدونکې کړۍ ورو ورو له منځه تللي او له يوه سملاسي اقدام پرته ښايي حالت بيخي له ولکې ووځي.

د ثور د اوومې د ٣٤ کال په پلمه موږ له ښاغلي لايق سره ځانگړې مرکه کړې ده. له هغه نه لومړى پوښتل شوي چې دغسې يوه نازک حالت ته د هيواد په رسولو کې خپل گوند څومره پړ بولي؟