په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بې پيلوټه الوتکو په اړه د سپينې ماڼۍ تگلاره

د ولسمشر بارک اوباما د کابینې یوه غړي جان برنین په لومړي ځل د ترهګرې پرضد په جګړه کې د بي پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه یو لړ جزییات په ډاګه کړل.

نوموړي وویل په هغو هیوادونو کې چې نه شي کولای یا نه غواړي چې د دوی د خوښې اهداف په نښه کړي د بي پیلوټه الوتکو بریدونه جواز لري.

دې خبرې غونډې ته یوه انتقاد کوونکې هم ورغلې وه چې د څه وخت لپاره یې غونډه ګډه وډه کړه. په دې هکله نور د ابراهیم امیري په راپور کې اورو.