په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بارېس جانسن بیا د لندن ښاروال شو

د برتانیا محافظه کار گوند کانديد باريس جانسن په درې سلنه رايو خپل کارگر سيال ته ماتې ورکړه او بيا د لندن ښاروال غوره شو.

دواړه کانديدان تر هغه څه چې اټکل يې کېده خورا سره نژدې و او ښاغلي جانسن چې په لومړي پړاو کې يې د ټولو رايو نيمايي ونشواى گټلى، د رايه ورکوونکو د دويم انتخاب پر بنسټ گټونکى وبلل شو.

دا برى په برتانيه کې له روان عمومي بهير سره په ژور توپير کې و چې محافظه کار گوند په کې هر لورته بايلې ده.

د لېبرال ډېموکرات گوند ماته چې دواکمنې ټلوالې غړى دى، تر محافظه کارانو هم پراخه ده.

ټاکنې د انگلنډ د ١٢٨، د سکاټلنډ د ټولو ٣٢ او د ويلز د ٢١ شورا گانو لپاره وشوې چې کارگر گوند پکې د ټولو رايو ٣٨ سلنه گټلې او تر واکمن محافظه کار گوند اته سلنه دمخه شوى دى.

داود جنبش په لندن کې د برتانوي چارو له څېړونکي جان محمد اڅکزي نه وپوښتل چې له دې نتيجو نه به د لويو گوندونو اخيستنې څه وي؟