په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايران سفير د مشرانو جرگې رئيس ته څه وويل؟

د افغانستان د مشرانو جرگې رئيس د ايران له نوي سفير سره د کتنې پر مهال د راپورته شوې ناندرۍ په اړه نور توضيحات ورکړل.

فضل هادي مسلميار وويل چې سفير ابوالفضل ظهره وند له امريکا سره د افغانستان ستراتېژيک تړون د خپل هېواد د ملي گټو خلاف بللى او د لاسليکېدو مخالفت يې کړى و.

دغه تړون تېره اوونۍ په کابل کې د امريکا او افغان ولسمشرانو له خوا لاسليک شو.

ښاغلي مسلميار وويل د ايران استازي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان ملي شورا دې دغه تړون نه تصويبوي چې غوښتنه يې کلکه رد شوې وه.

هغه د ايران د رسمي خبري آژانس- ايرنا دا ادعا هم رد کړه چې گنې په دغه کتنه کې شوې خبرې د رسينو له خوا تحريف شوي دي.

داود جنبش له فضل هادي مسلميار نه په يوه مرکه کې پوښتلي چې له ايراني سفير سره په کتنه کې دقيقاً څه وويل شول: