په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فلسطينيان د "ناورين ورځې" ياد لمانځي

سږکال د مې ۱۴ مه نېټه اسراييلو د خپل جوړښت ۶۴ مه کليزه لمانځله، خو فلسطينيان بيا دا ورځ هر کال د مې پر ۱۵ مه د النکبې يا ناورين په نامه يادوي.

په ۱۹۴۸ کال کې د اسراييلو دولت له جوړښت وروسته د عربانو او يهودانو ترمنځ جګړې له امله سل ګونه زره فلسطينيان له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړ شول.

فلسطينيان د النکبې ورځ د خپلو بې ځايه شويو خلکو ياد بولي او پر مهال يې خپل ټاټوبي ته د فلسطيني کډوالو پر ستنېدا چې شمېر يې مليونو ته رسېږي، ټينګار کوي.