په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان مېرمن، د ۷۰۰ کورنیو واکمنه

د افغانستان بلخ ولایت په شمالي نهر شاهي ولسوالۍ کې یوه ښځه پر شاوخوا اوو سوو کورنیو واکمني لري، امنیت یې نیسي او ستونزې یې هواروي.

ظریفه قاضي زاده پخپله سیمه کې ډېره مشهوره ده، چې وايي د خلکو له لوري ټاکل شوې ده.

ظریفه یوپنځوس کلنه ده، اته لوڼې او اووه زامن لري، چې وايي له ګهیځه تر ماښامه د خلکو په خدمت کې ده.

په مزارشریف کې زموږ همکار امیر بریال ورغلی او د هغې پر ورځني ژوند یې دا وېدیويي راپور جوړ کړی دی.