په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناټو به له افغانستانه څرنگه وځي؟

ناټو وايي په ٢٠١٤ کال کې له افغان څخه ځواکونه وباسي خو پوښتنه دا ده چې له لوژيستيکي پلوه به دا کار څرنگه ترسره کېږي.

له پاکستان نه تېرېدونکې سړک لار په لنډ مهالي ډول تړل شوې وه، په نورو گاونډيو هېوادونو کې له ناټو سره مخالفت او بې ثباتي د دې سبب شوی چې د هوا له لارې هم د ځواکونو او سامان الاتو ايستل گران کړي.

له داسې يوۀ هېواده چې سمندر ته لار نه لري د ١٠٠ زره سرتېرو او د دوى د وسلو او سامان الاتو ايستلو چاره ممکنه ده؟