په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان پوځ: جگړييزه وړتيا او ننگونې

له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغان امنيتي ځواکونو مالي تمويل، روزنه او سمبالونه په شيکاگو کې د ناټو دسرمشريزې د سر سر موضوع جوړوي .

موخه دا ده چې افغان پوځ وکولى شې چې د نړيوالو ځواکونو له شتون پرته د خپل هيواد امنيت خوندې کړي .

په همدې پلمه زموږ همکار متين سمسور د افغان پوځ د روزنې پر روان بهير او جگړييزه وړتيا او له ٢٠١٤ کال وروسته د هغه پر ننگونو دغه رپوټ برابر کړى دى.