په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جعلي پېسو په اړه د هراتي صرافانو اندېښنې

په لویدیځ ولایت هرات کې د جعلي پېسو د زیاتیدو له کبله اندېښنې راپاریدلي.

د هرات یوشمېر صرافان وایي د جعلي او اصلي پېسو ظاهري توپير خورا کم دی او دوی په تېر وتنه کې تاواني کیږي.

د هرات ولایتي چارواکي هم وایي چې په تېرو څو میاشتو کې يې یو شمېر کسان د جعلي پېسو نه د ګټې اخستنې په تور نیولي دي.

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چی سوداګریز فعالیتونه په کې ډیر دي او همدا ځانګړتیاه په دې ښار کې د جعلي پېسو د ډیریدو یو لامل ګڼل کیږي.