په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بحث: افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو عملي بڼه

نن ( د می ۲۱) د متحدو ایالتونو په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشریزې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

غړي هېوادونه له افغانستانه د ناټو د ځواکونو په وتنه او مهال وېش او افغانستان ته د مرستو په ورکړه بحث کوي.

د شیکاګو سرمشریزه د افغانستان له اوږد مهال ثبات او امنیت سره د ناټو او د ایساف د هېوادونو او نورو دوستانو بله کلکه ژمنه ده.

د دې موخې لپاره به تر ۲۰۱۵م کاله پورې په کال کې ۴.۱ میلیارده ډالر د افغانستان بودجې ته ورکوي.

په تېر کې هم نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ورته مرستو ژمنې کړې دي، خو اوسنۍ ژمنې څومره عملي کېدونکې دي.

دا او نورې پوښتنې په یوه لنډ بحث کې د افغانستان د ستراتژیکو څېړنو د مرکز له مشر غفور لېوال او د امریکا د نېبراسکا په پوهنتون کې له څیړونکي شېرجان احمدزي سره راپورته شوې دي. لومړی شیرجان احمدزی غږېږي.