په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: پاکستان

د افغانستان او پاکستان د چارو گڼ شمېر شنونکي په دې اند دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي مخ په ښه کېدو دي.

خو د دې ډلې يو شمېر بيا دا هم وايي چې دغه اړيکي به هله نور هم ښه شي چې دواړه هېوادونه زيات پام د خلکو خير ښيگڼې، اقتصادي ودې او د شر خوښونکو عناصرو مخ نيوي ته وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکي د پرويز مشرف د واکمنۍ پر مهال خورا ساړه وې، خو د ولسمشر زرداري په مشرۍ واک ته د خلکو د گوند په رسيدو دغه اړيکي مخ په ښه کيدو دي، البته تېر کال د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني په وژل کېدو سره دغه اړيکي يو وار بيا خرابې شوې چې اوس بېرته تر يوه حده ښې شوې دي.

افغان چارواکي هيله لري چې دغه اړيکي به ښې شي او د دواړو هېوادونو په خير او گټه يې گڼي.

په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د پا کستان او افغانستان اړيکو ته يو ځغلنده کتنه کړې.