په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ناټو پر سرمشريزې د افغان ملي دفاع نظر

ناټو سرمشريزې ژمنه کړې چې په ۲۰۱۳کال کې د جنگي عملياتو د مشرۍ سپارلو او د ۲۰۱۴ کال په پاى کې د جنگي پوځيانو را ايستلو سره سره به د شمالي اټلانټيک تړون خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پاى کې د خپرې شوې اعلامېې ترمخه به ناټو او افغانستان اوس د تل پاتې ملگرتيا لپاره خبرې پراخوي.

اعلامېې کې راغلي چې د ايساف د غړو هېوادنو په ملاتړ افغانستان دې ته ژمن دى چې داسې اردو به جوړوي چې قانون په کې حاکم وي او ټولو افغانانو ته امنيت برابر کړي.

اعلامېې کې ژمنه شوې چې نړيواله ټولنه به افغان امنيتي ځواکونو سره مالي مرستو ته دوام ورکوي، چې د ځمکنيو شرايطو په رڼا کې، د وخت په تېرېدو سره به افغان حکومت د نړيوالې ټولنې سره په مشورې د امنيتي ځواک په شمېر کې کمى راولي.

د اعلامېې ترمخه په افغان امنيتي ځواکونو هر کال څلور ميليارده ډالر لگښت راځي چې په امنيتي ډگر کې پرمختگ سره به پرې له سره غور کيږي.

افغان حکومت وايي چې دې سرمشريزې سره د افغان اردو موجوديت تضمين شو، خو ايا افغان حکومت به د دې وړتيا ولري چې دا لگښتونه پوره کړي، دا او نورې پوښتنې مو د دفاع د وزارت وياند جنرال دولت وزيري مخې ته کېښودې.