پاکستان ته د افغان کډوالو د مسلې لپاره پلاوى استول شوى

Image caption پاکستان د ناپبت شويو کډوالو نه غوښتنه کړې چې د روانې مېلادي مياشتې تر پايه دې ووځي

د افغان حکومت يو پلاوى په دې موخه پاکستان ته لېږديدلى چې هلته د هغو نژدې يو ميلون افغان کډوالو د برخليک په اړه خبرې وکړي چې دغه هېواد يې ناثبت شوي بولي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزير چې د پلاوي مشري يې پر غاړه ده له پاکستاني چارواکو به وغواړي چې د دغو کډوالو د قانوني کېدو په برخه کې گامونه اوچت کړي.

تر دې مخکې پاکستان اعلان کړې و چې کوم افغان کډوال هلته د مېشتېدنې سندونه نه لري بايد چې د روانې مېلادي مياشتې تر پايه له خاورې ووځي.

د افغان حکومت د شميرو له مخه وسمهال نژدې دوه ميلونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي،چې نژدې يو ميلون يې هلته د ميشتيدنې سندونه نه لري. چې دغه کډوال د هغه هېواد په پنډغالو، ښارونو او کليوالو سميو کې وسيږي.

مخکې پاکستان له دغو کډوالو نه غوښتنه کړې ده چې د روانې مېلادي مياشتې تر پايه يې له هېواده ووځي.

دې خبرې افغان حکومت انديښمن کړې دى چې اوس يې د دې ستونزې د هواري په موخه د کډوالو چارو د وزير جماهر انوري په مشرۍ يو پلاوى هغه هېواد ته استولى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت استازى هم ددغه پلاوى په جوړښت کې شته.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرات بي بي سي ته وويل چې افغان پلاوى به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د قانوني کېدو هڅه وکړي چې د ميشت کېدو سندونه ور سره نشنه.

ښاغلي جرات زياته کړه چې "د نا ثبت شويو افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پريکړې له افغان حکومت سره انديښنې پېدا کړې دي، پر همدې بنسټ د کډوالو چارو وزير پاکستان ته وليږديد،چې له نژدې نه د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي. او په پايله کې ددغو ناثبت شويو کډوالو د قانوني کيدو لپاره يو اوږدمهاله هوارى بيا مومي".

دغه راز کډوال په پاکستان کې له پخوا راهيسې ستونزې لري، ځينې يې د پوليسو له خوا زورول کيږي او ان کله کله يې د نيول کېدو او زنداني کيدو خبرونه هم خپريږي.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمشنرۍ په وروستيو کلونو کې هڅه وکړه چې له ايران او پاکستان څخه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

سره له دې چې په تيره لسيزه کې له يادو شويو هېوادونو څخه سلگونه زره کډوال راستانه شوې دي. خو دا چې په افغانستان کې کاروبار موندل ستونزمن دي او گڼ کډوال سر سيوري نه لري نو بيرته راتلو ته زړه نه ښه کوي.

ورته مطالب