په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: هندوستان

که څه هم افغانستان او هندوستان د تاریخ په اوږدو کې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکي لرلي دي خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي نورې هم پیاوړې شوې دي.

هندوستان پنځم هېواد دي چې په تېرو لسو کلونو کې يې له افغانستان سره ډیرې مرستې کړي دي.

اوس داسي بريښي چې افغانستان او امریکا چې دواړه له هندوستان سره ښي اړیکي پالي هیله من دي چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به هند د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ثبات کې ستر رول لوبوي.

د افغانستان او هندوستان د اړیکو په اړه د ابراهیم امیري ځانګړي راپوټ.