په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خوست له والي سره ځانګړې مرکه

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، په تیرو دوو کلونو دغلته د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی خو وايي هم لاهم یو شمیر کړۍ شته، چې په دغه ولایت کې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

د خوست والي وايي، په زرګونه جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړی ده.

عبدالجبار نعیمي له بي بي سي سره په خبرو کې دارنګه وویل، یو شمیر هغه سیمه ییز چارواکي چې د اداري فساد په تور یې محاکمو ته ورپیژندلي وو، پرته له دې، چې خپلې ټولې قضیې تصفیه کړی، بیرته خوشي شوي دي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې د خوست له والي عبدالجبار نعیمي سره خبرې کړې او په سر ښاغلي نعیمي دخوست د امنیت په اړه څرګندونې لري.