په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

يوۀ افغان په انگلستان کې د کريکټ لوبڅاري وکړه

نظر خان کټوازى لومړنى افغان شو چې د انگلستان د کريکت بورډ د لوبڅارۍ يا امپايرينگ لومړنى پړاو يې بشپړ کړى او غواړي دويم پړاو ته ورشي.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې نظر خان کټوازى وايي هيله لري چې يو وخت افغانستان ته ستون شي او د خپل هيواد په استازيتوب په نړيوالو لوبو کې د لوبڅار په توگه ودريږي.