په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې د نرسنګ او قابلګۍ فارغان

د كندهار دروغتیایي علومو د انسټيټيوټ د عالي نرسنګ د پنځمې دورې او د قابلګۍ د اوومي دورې ۴۲ تنه ښځينه شاګردانې د دوه کلنې او درې کلنې مسلكي زده كړو د ترسره كولو وروسته فارغه شوې.

د كندهار د عامي ريس ډاكټر عبدالقيوم پخلا د ياد انسټيټوټ څخه په يوه وار د عالي نرسنګ او قابلګۍ د څانګو څخه د ۴۲ تنو فارغيېدل د كندهار او د حوزې لپاره د خوښۍ ځاۍ او خورا اغیزمن وبلل .

دكندهار د صحي علومو د انسټيټيوټ مشري اغلې ډاكټر نسرين بارګزۍ تمه وښوده چې د نوي ودانۍ په جوړېدو يي ستونزې له منځه تللې او سږکال به دسویلې حوزې په لسګونه نورې انجونې دنرسنګ او قابلګې په برخه کی ومنې.

د مامون دوراني رپوټ