په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بوش هاوس سره مخه ښه!

د انځور حقوق 1
Image caption بوش هاوس له تېرو څه د پاسه ۷۰ کلونو لپاره د بي بي بي سي نړيوالو خپرونو کوربه و.

بوش هاوس د لندن په زړه کې دی. د دغې ودانۍ نوم د نيويارک د بوش ټرمينل شرکت مشر اېروېنګ ټي بوش سره تړلی، چې دغه ودانۍ يې جوړه کړې ده.

د بوش هاوس مرکزي ودانۍ په ۱۹۲۳ کال کې جوړه شوې، او د نورو ورسره تړلو ودانيو د جوړونې کار يې بيا تر ۱۹۳۵ کاله بشپړ شوی دی.

د ټولټال ۱۰ مليون ډالرو په لګښت بوش هاوس هغه مهال د نړۍ تر ټولو ګران بيه ودانۍ اعلان شوه.

د بي بي سي د بهرنيو ژبو خپرونې لومړی په ۱۹۳۸ کال کې په بروډکاسټېنګ هاوس کې پيل شوې.

د ۱۹۴۰ کال په دسمبر کې د بروډکاسټېنګ هاوس بهر يو جرمنی مځکنی ماين وچاودېد، چې ورپسې اور ولګېد او څو ساعته يې دوام وکړ.

ودانۍ ورسره خورا زيانمنه شوه. په ۱۹۴۱ کال کې د بي بي سي اروپايي خپرونې د بوش هاوس جنوب ختيځې ودانۍ ته ولېږدېدې، ورپسې نورې خپرونې بيا په ۱۹۵۸ کال کې په بوش هاوس کې ځای پر ځای شوې.

د لندن وېسټ منسټر کې د بريتانيا د پارلمان پر څلي د بېګ بن ساعت زنګ تل له بوش هاوس نه د بي بي سي بر څپو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اورېدل کېده.

په تېرو څه د پاسه ۷۰ کلونو کې بوش هاوس د بي بي سي نړيوالو خپرونو ځای و، او د داسې پېښو خبرونه يې د نړيوالو غوږونو ته رسولي چې ورسره د نړۍ بڼه بدله شوې ده.

د بي بي سي د تاريخ څانګې مشر رابرټ سيټر وايي دوهمې نړيوالې جګړې نړيوالې څانګې ته د ګڼ کلتوريزې بڼې په ورکړه کې مهم رول ولوباوه:

"دوهمې نړيوالې جګړې په بشپړ ډول بي بي سي بدله کړه، د بي بي سي نړيوالې خپرونو ته يې بدلون ورکړ.

نړيواله څانګې پر انګرېزۍ سربېره له ۷ ژبو د جګړې په پای کې بيا په ۴۵ ژبو خپرونې کولې. له نړۍ سره يې په بشپړه د يو بېل ډول خبرو دريځ رامنځ ته کړ.

نړيواله څانګه په پرله پسې ډولد ژبو ملګري ملتونه يادېږي، ځکه کله چې يوه دهلېز ته ورځیء، نو نيپالي خپرونه به ګورې يا سومالي يا داسې نورې، او دوی همدلته راغونډې شوې دي."

له دوهمې نړيوالې جګړې رانيولې، بيا د سړې جګړې اوږدو لسيزو پېښو پورې چې ختيځه اروپا يې ليدونکې وه، بيا پر افغانستان د روسانو تر يرغل، د برلېن دېوال تر نړېدو، د خليج جګړو او هم د سپتمبر يوولسمې پېښو او بيا تر سږني کاله بي بي سي مشهورې پېښې پوښلې او له بوش هاوس نه يې د دغو مهمو پېښو خبرونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولي دي.

د وخت په تېرېدو له بي بي سي نه په نړيوالو ژبو خپرونې زياتې شوې او بندې شوې، او يو وخت له بوش هاوس نه په ۴۷ ژبو خپرونې کېدې. د پښتو خپرونې له ډېر انتظار وروسته د ۱۹۸۱ کال د اګست پر ۱۵ مه پيل شوې.

نبي مصداق، ياسمين حسين، کمال بهزادي، ګوهر رحمان ګوهر، جعفر علي، او صفيه حليم له لومړيو کسانو و چې په بوش هاوس کې يې له بي بي سي پښتو سره کار پيل کړ.

خو بوش هاوس هېڅکله هم د بي بي سي ملکيت نه و. په تېر کې يې بېلابېل څښتنان درلودل، خو اوس بيا د يو جاپاني شرکت ملکيت دی چې بي بي سي يې کرايه ورکوله.

دا ودانۍ د ډېرو لپاره چې دلته يې کار کړی د پخوانيو همکارانو د ياد ځای دی.

د ۲۰۰۰ کال په اوکتوبر کې بي بي سي د نوښت په خپلو پلانونو کې په ډاګه کړه چې د بوش هاوس لوېديځ لور له اوکسفورډ سټريټ سره څېرمه د بروډکاسټېنګ هاوس خپله ودانۍ د نړيوالو خپرونو لپاره په يوه عصري مرکز بدله کړي.

بي بي سي عربي په ۲۰۰۷کال، او بيا ورپسې بي بي سي فارسي په ۲۰۰۸ کال له همدې ودانۍ ټلوزيوني خپرونې پيل کړې.

Image caption له ډېر انتظار وروسته د بي بي سي پښتو خپرونې د ۱۹۸۱ کال د اګست پر ۱۵ مه پيل شوې

د بي بي سي نړيوالې خپرونو د ژبو څانګې مشره ليليان لانډور وايي باور کوي چې بي بي سي يو روښانه راتلونکی تر مخ لري:

"په نړيوالو خپرونو کې پراخ بدلون راغلی دی. ويلی شم چې له لنډو څپو راډيو نه مو پر انټرنېټ، ګرځند ټليفون او ټلوزيون خپرونو ته په خورا ډراماټيک ډول بدلون موندلی.

نو موږ په نړۍ کې بېلابېلو سيمو ته ګورو او خپل دريځونه سره سمبالوو، چې په خپله سيمو ته وغږېږو. زه وايم چې د نړيوالو خپرونو راتلونکی خورا روښانه دی."

بوش هاوس له څه د پاسه ۷۰ کلونو لپاره د بی بي سي نړيوالو خپرونو کوربه و، خو په مخه ښه به يې ياد له ډېرو سرهن پاتې وي.

اوس د بروډکاسټېنګ هاوس په چمتو کېدو، د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې پر نړيوالو خپرونو سربېره د بي بي سي نورې څانګې دغې ودانۍ ته په لېږدېدو دي.

د بي بي سي موخه دا ده چې په دغه نوې ودانۍ کې د خپلو کورنيو او نړيوالو راډيويي، ټلوزيوني او انټرنېټي خپرونو د يو هنري دريځ يو بې ساری مرکز جوړ کړي.