په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: ولس د فساد په مخ نيوي کې څه رول لوبولى شي؟

افغانستان له امریکا،‌ برتانیا،‌ جرمني،‌ استرالیا او نورو ډیرو هېوادونو سره ستراتيژيک تړون لاس ليک کړی خو په دغو ټولو تړونونو کې مرستې او همکارۍ د يو لړ عمده شرطونه سره غوټه شوي دي لکه د بېلگې په توگه د فساد مخ نيوي، ښه حکومتوالي، د ښځو د حقونو درناوى او گڼ شمېر نورې خبرې.

د ستاسې غږ پروگرام په دې پروګرام کې په دې موضوع خبرې وشوې چې خلک د حکومت تر څنگ د فساد په مخ نيوي کې څه رول لوبولى شي؟