په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: حکومت، طالبان او ولس څرنگه ښوونځي ژغورلى شي؟

طالبانو د یوه نوي اقدام په ترڅ کې اعلان کړی هغه کسان چې د ښوونځیو په ورانولو، سوځولو او د زده کوونکو په مسموم کولو کې لاس لري ونیسي او سزا به ورکړي.

د ستاسې غږ په دې ګڼه کې په دې موضوع خبرې وشوې چې که حکومت ، طالبان او ولس ټول ښوونځي غواړي نو څرنگه يې له سوځېدا او ورانېدا خوندي ساتلى شي؟