په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د اردو غزل پاچا مهدي حسن ياد

د انځور حقوق none
Image caption د مهدي حسن په غږ اورېدو به د هنر کارپوهانو لومړی غبرګون دا و، چې د ده په غږ کې يو ځانګړی راز دی.

دا اوونۍ د اردو ژبې غزلبول مهدي حسن له اوږدې ناروغۍ وروسته د کراچۍ په يوه روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

مهدي حسن چې د غزل شهنشاه لقب يې ګټلی و، په ۱۹۲۷ کال کې د هند د راجستان صوبې په لونا نومي کلي کې زېږېدلی و.

د پاکستان له جوړېدو وروسته له راجستان نه کراچۍ ته ولېږدېد. دی له ماشومتوبه د موسيقۍ له رمزونو سره اشنا و.

په ۱۹۵۲ کال کې يې له راډيو پاکستان نه په سندرو يا غزلبولـــــــلـــــــــــه پيل وکړ. مهدي حسن د خپل هنري ژوند په اږدو کې له ۲۵ زرو ډېرې فلمي، او نافلمي سندرې او غزلونه ويلي دي.

په ۱۹۶۰ او ۷۰ لسيزو کې نوموړی د خلکو د خوښې تر ټولو ښه سندرغاړی بلل کېده، ګڼ شمېر مډالونه يې ګټلي وو او د هند نيمه وچه کې يې سياسي او جغرافيايي کرښو مينه وال نه وو سره وېشلي.

د مهدي حسن په غږ اورېدو به د هنر کارپوهانو لومړی غبرګون دا و، چې د ده په غږ کې يو ځانګړی راز دی.

ده په خپل هنري ژوند کې خپل غږ په روحاني توګه روزلی و، او د موسيقۍ رازونو پوهېدنه کې يې ځان خورا رسولی و.

پر سياستوالو سربېره بېلابېلو هنرمندانو د ده په ستاينه کې سپما نه کوله، د هند مشهورې سندرغاړې لتا منګېشکر د مهدي حسن سندرې بولل د ''بهگوان غږ'' بللی و.

د پاکستان ترنم ملکې نورجهان ويلي وو، چې داسې غږ په پېړيو کې يو ځل راځي.

د هند ځوان موسيقار اې ار رحمان ويلي مهدي حسن د غزل بڼ يو داسې ګل دی چې ښه بوی يې تل تازه وي.

د دې اوونۍ پېلوځي کې لومړۍ د موسيقۍ څېړونکی استاذ رحماني د مهدي حسن پر هنري ژوند راسره غږېږي.

انارګل مشاعره

Image caption انار ګل مشاعره سږ کال د ارغنداب په بابا ولي زيارت کې جوړه شوې وه

په کندهار کې سلګونه شاعران، ليکوالان او د شعر مينه وال يو ځل بيا په انار ګل دوديزه مشاعره کې راغونډ شوي وو.

مشاعره د ارغنداب ولسوالۍ بابا ولي صاحب د مزار تر څنګ تېره اوونۍ د جون پر ۶ مه جوړه شوې وه.

له دې وړاندې به انارګل مشاعره د امنيتې ستونزو له کبله د کندهار اطلاعات او کلتور ادارې دننه جوړېده خو دا په تېرو لسوکلونو کې دوهم ځل دی چې په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږې.

د انارګل مشاعرې ته پر کندهار، سربېره د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو او جنوبي پښتونخوا شاعران ورغلي وو. پېلوځي کې مو مامون درانی د کندهار له انار ګل خبروي.

د هرات خطاطۍ نندارتون

Image caption د نقاشۍ خط هنر په دې ورستيو لسيزو کې غوړېدلی دی.

دا اوونۍ په هرات کې د لومړي ځل لپاره د نقاشۍ-خط ځانګړی نندارتون جوړ شوی و.

په دغه نندارتون کې د هرات ښکلي خط لسګونه تابلوګانې نندارې ته ايښودل شوې وې.

د نقاشۍ خط هنر چې د ښکلي خط او انځورونو په ترکيب سره په دې ورستيو لسيزو کې غوړېدلی اوس په سيمه کې ډېر مينه وال لري.

محمد قاضي زاده دغه نندارتون ته ورغلی چې پېلوځي ته يې حال هم راکوي.