په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کریکټ ته لوبغالي په ډېرېدو دي

اوسمهال افغانستان د کريکټ په برخه کې ښه پرمختګونه کړي دي. په نړیوالو معیارونو لوبغالي جوړ شوي او ځوانانو ته د تمرینونو او روزنو زمینې برابرې شوې دي.

دا هم په کابل کې د کريکټ نړیوال لوبغالی چې د ولایتونو ځوانان دلته په روزنه په کې بوخت دي.

زموږ همکار خوشحال تایب دغه لوبغالي ته ورغلی، او دا وېدیويي راپور یې پرې چمتو کړی دی.