کندهار کې په نشه د روږدو کسانو درملنه

په سویلي ولایت کندهار کې یو روحاني د یوه روغتیایي مرکز په جوړولو سره هڅه کوي چې د اروایي او روحاني لارو نه په نشه د روږدو کسانو درملنه وکړي.

د عکس تشریح،

په سویلي ولایت کندهار کې یو روحاني د یوه روغتیایي مرکز په جوړولو سره هڅه کوي چې د اروایي او روحاني لارو نه په نشه د روږدو کسانو درملنه وکړي.

د عکس تشریح،

په دغه مرکز کې اوسمهال په سلګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او د همدومره نور درملنه یې کړې ده.

د عکس تشریح،

ددغه مرکز مشران وایي چې دا کار یې وروسته له هغه یل کړی چې په خپله کورنۍ کې یې ګڼ ځوانان په نشه روږدي شول.

د عکس تشریح،

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګاونډي هېواد پاکستان پولې ته څېرمه په یوه پراخه دښته کې یوه لویه خاورینه کلا جوړه ده چې یو زندان ته ورته ښکاري، لویه اوسپنیزه دروازه، هسک دېوالونه او د هغه پرسر بیا اغزن تار را تاو شوی .په دغه مرکز کې بندیان نه، بلکې څه باندې ۶۰۰په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه ساتل کیږي.

د عکس تشریح،

په دغه مرکز کې بندیان نه، بلکې څه باندې ۶۰۰په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه ساتل کیږي.

د عکس تشریح،

ددغه مرکز مشري ملا زین الله چې په ملازینو د خلکو په منځ کې شهرت لري، پر غاړه لري.

د عکس تشریح،

ملا زینو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په دې پېژندل شوی چې د اروايي او روحاني لارو په نشه د روږدو کسانو درملنه کوي، د افغانستان په هغه برخه کې چې معتاد کسان ډېر، خو د درملنې لپاره یې مرکزونه په نشت حساب دي.

د عکس تشریح،

ملا زینو وايي چې دا کار یې د کندهار د اوسني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په مرسته د خیر ښېګنې په موخه پیل کړی او هغه ورسره مالي مرسته کړې ده.

د عکس تشریح،

ملا زینو زیاتوي، امنیه قومندان ورته پوره واک ورکړی چې له بازاره روږدي کسان را ټول کړي او ترڅنګ یې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د نشه یې توکو کاروبار کوي.

د عکس تشریح،

ددغه مرکز ددرملنې ډول له نورو مرکزونو څه توپیر لري، په دغه مرکز کې لږترلږ د۴۰ ورځو لپاره یو روږدی کس بېله دې چې له کورنۍ سره اړیکي ولري، ساتل کېږي.

د عکس تشریح،

دغه ځای ته دافغانستان دبېلابېلو ولایتونو سربېره د ګاونډي هېواد پاکستان او ایران څخه هم روږدي کسان ددرملنې لپاره راوستل کیږي .

د عکس تشریح،

په كندهار كې د روږدو كسانو د شمېر په پرتله د شته روغتيايي مركزونو شمېر ډېر لږ بلل كېږي.

د عکس تشریح،

په دغه مرکز کې چې په وړیا توګه د معتادو کسانو درملنه کېږي، ډېرې کورنۍ یې د خپلو دوستانو نوي ژوند ته هیلمن کړي هغوی چې په نشه روږدي دي.

د عکس تشریح،

ددغه مرکز مشر ملا زین الله وایي چې د یو روږدې کس د رغېدو لپاره د درملو پر ځای له نورو لارو چارو لکه پنځه وخته لمونځ، دقرأن کریم زده کړه، سپورټ او په یخو اوبو لمبېدلو څخه کار اخلي.

د عکس تشریح،

ملازین الله زیاتوي چې دغه مرکز یې ۶ کال وړاندې جوړ کړی چې په دې موده کې د سلګونو روږدو کسانو درملنه کړې او اوسمهال څه باندې ۶۰۰ تنه نور ددرملنې په موخه ساتل کیږي.

د عکس تشریح،

معراج الدین چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی د هغو سلګونو روږدو کسانو له ډلې دی، چې په دې مرکز کې یې درملنه شوې ده.