په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: څرنگه افغان کوچنيان د جگړو له اغيزه ژغورل کېدى شي؟

ملگرو ملتو خبردارى ورکړى چې په افغانستان کې د روانې شخړې له امله د کوچنيانو وژل کېدل او ژوبلېدل په ډيرېدو دي.

دا اندېښنه د ملگرو ملتو سرمنشي د کوچنيانو او وسله والو شخړو تر سرليک لاندې خپل راپور کې کړې ده. د کوچنيانو لپاره د ملگرو ملتو ادارې يونېسف ښکيلو افغان غاړو نه غوښتي دي چې نړيوال بشري قانون سره سم د کوچنيانو خونديتوب باوري کړي.

د ستاسې غږ په دې پروګرام کې په دې موضوع خبرې وشوې چې په څه ډول د افغان جگړې له اغيزو کوچنيان ژغورل کېدلى شي؟