په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پوهنيز نظام پر اصلاح نظرونه سره ويشلي دي

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په پوهنيز نظام کې د داسسې بدلونو وړانديز کړى چې د هغه په وينا د لسگونو کلونو له وروسىته پاتېوالي يې راوباسي.

په دغو وړانديزو کې د ښوونځيو د لوړو ټولگيو تخصصي کېدل، پوهنتونو ته بې کانکوره د لوړنمره شاگردانو منل او بهرنيو ژبو ته د ځينو پوهنځيو د تدريس اړول راځي.

ښاغلي کرزي دا وړانديزونه د ښوونيز نظام د سمون په درې ورځني سيمينار کې وکړل چې په کابل کې پرانستل شوی دى.

د پوهنيز نظام د اړولو وړانديز يو چمتو کوونکى- د پوهنې مرستيال وزير آصف ننگ دى.

دى مو يو گردي ميز ته را وباله چې د دغې طرحې له يوه منتقد - د ننگرهار پوهنتون له استاد پوهندوى منگل شېرزاد سره پرې وغږېږي.

ښاغلى ننگ لومړى په پوهنيز نظام کې د بدلون پر اړتيا غږيږي.