هلمند کې پولیس مسموم شوي

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند ځايي چارواکو ویلي چې لښکرګاه کې لږترلږه ۴۰ پولیس مسموم شوي دي.

د هلمند ولایتي ویاند داود احمدي ویلي، دغه پولیس تېره شپه له خوړو وروسته مسموم شوي، چې په وینا یې کانګې یې کولې او شدید سردردي ورپېښه شوې وه.

پولیس روغتون ته رسول شوي، خو ویل کېږي چې لاهم ځینې یې تر درملنې لاندې دي.