په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زور ودونو پر وړاندې د بريتانيا قانوني تدبيرونه

د انځور حقوق SPL
Image caption د زور واده کې ډېر وخت د مېړه او مېرمنې ترمنځ اړيکي ترينګلي کېږي.

بريتانيا چې يو مهال يې د واکمنۍ لمن د نړۍ لروبر پر بېلابېلو سيمو غوړولې وه، د نني جوړښت دننه يې د هماغه پخوانيو مستعمرو خلکو، چې د وخت په اودو کې د بريتانيا ټاپو ته راغلي، ګڼ شمېر ټولنې يې جوړې کړې دي.

ډېری دغه ټولنې د هند نيمې وچې، اوسني هند، بنګله دېش او پاکستان وګړي جوړوي.

که څه هم دوی د خپلو ژبو په ساتنه نه دي توانېدلي، خو تر ډېره يې زيار ايستلی چې خپل مذهبي او ټولنيز دودونه وساتي.

صفيه حليم چې يو مهال د بي بي سي پښتو ځانګې مشره وه، له ډېرې مودې په لندن کې اوسېږي. دا وايي تر ټولو لويه ستونزه د اوسني نسل ترمنځ د ودونو دود جوړوي.

په زوره ودونو کې ښکېل ډېری نجونې له ۲۰ کلونو، ځينې يې بيا له ۱۵ کلنۍ کم عمر لري.

د دوی ډېری کورنۍ له پاکستاني، بنګله دېشي او هندي ټولنو نه دي.

صميم علي اوس يوه ليکواله ده. دا په زوره واده شخصي تجربه لري، چې د خپل عمر په ۱۳ کلنۍ واده شوې، او په ورپسې يو کال کې ميندواره شوې ده:

"په ۱۳ کلنۍ يې پاکستان ته بوتلم او په زور يې واده کړم. بيا چې ميندواره شوم بېرته يې بريتانيا ته راوستلم، پوهېږې، يوازينۍ لار چې بېرته راتلی شوی، دا وه چې ميندواره شم.

زه په دې هېواد، بريتانيا کې په ۱۴ کلنۍ مور شوم، هېڅ پوښتنه هم ونه شوه.

په ۱۸ کلنۍ له خپل ماشوم سره وتښتېدم. يوازينی لوری چې مساله يې سمه کړه، قانون و، پوليسو ورسره سم چلن وکړ."

ښه ژوند

د پرمختيايي په تېره بيا اسلامي هېوادونو ډېری خلک د ښه او مثالي ژوند په هيله په بريتانيا کې مېشت شوي.

خو د وخت په تېرېدو په کوربه هېواد کې کلتوري او دوديزو توپيرونو د دوی لپاره سرخوږی جوړ کړی دی. اوس اټکل کېږي چې هر کال ۸ زره ځوانې نجونې ودونو ته اړ ايستل کېږي.

محمد مستقيم شاه د انګلستان په شمال برډفورډ کې د يو اسلامي روزنيز مرکز مشر او امام دی. دی هم وايي د زور ودونو پېښې د مياشتې لسګونو ته رسېږي.

جاوينډر سانګېرا يو له هغو مېرمنو ده، چې په زوره واده نه، په لږ څه کې په تېښته بريالۍ شوې ده. دې د “کارما نيروانا” په نامه يوه خيره ټولنه جوړه کړې، چې جبري ودونو له قربانيانو سره مرسته کوي.

دا د خپل ماشومتوب کيسه کوي:

"۱۴ کلنه وم، له ښوونځي په راستنېدو مې مور کښېنولم، د هغه سړي عکس يې راښکاره کړ چې په ۸ کلنۍ مې يې د ورکولو ژمنه شوې وه.

ما وويل “نه”، کله مې چې عمر ۱۵ نيم کاله شو کورنۍ مې له ښوونځي و ايستلم، او په خپل کور کې په عملي ډول بندي وم، او تر هغه چې مې هوکړه نه وه کړې، نه خوشي کېدم، چې په پای کې مې وکړه، خو د يو ځوانې ۱۶ کلنې نجلۍ په توګه له کوره وتښتېدم."

له ۲۰۰۸ کال راهيسې په انګلستان، وېلز او شمالي ايرلنډ کې محکمې پر دې توانېدلې چې د زور ودونو فقرې لاندې د دغه ډول ودنونو د مخنيوي يا يې د قربانيانو د ساتنې په موخه مدني حکمونه خپاره کړي.

همدا په مدني محکمو کې يو حکم دی، او سړغوونکي ته يې د محکمې په سپکاوي د دوه کاله بند سزا ورکول کېږي.

د کورنۍ له خوښې پرته واده "سپکاوی" ګڼل کېږي

په بريتانيا کې د هند نيمې وچې ټولنو د وګړيو ترمنځ يو بل ډول د کورنۍ په خوښه يا د هغوی له خوا ترتيب شوی واده دی، ډېری کسان په زره ودونو کې ښکېلېږي، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

په تېره بيا نجونې چې پر رواني ستونزو او ګوښي والي سربېره له فزيکي تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي. مايا د همداسې نجونو يوه بېلګه ده. دا لومړۍ هند ته بول شوې وه، او بيا په زوره واده شوې وه:

"زه پر يوه داسې سړي مينه شوم چې زما پر دين نه و. يوازې پر همدې خبره مې پلار فکر کاوه چې شرمولی مې دی، او سپکاوی مې جوړ کړی.

نو پرېکړه يې وکړه چې د کورنۍ د ډاکټر په مرسته چې بې هوښه يې کړم، له دغه واده مې وتښتوي او بهر مې هند ته بوځي.

زه تر قلف او کلۍ لاندې ساتل کېدم او دوه کاله ورځ او شپه څارل کېدم، ښکاره ده چې په فزيکي ډول وهل کېدم، ځکه څه مې چې کړي وو، پلار مې يې په غوسه کړی و.

زه يې دې ته اړم له يو داسې سړي سره واده وکړم چې د واده پر ورځ مې وليد."

دا نظر چې د زور ودونه دې جرم وګڼل شي، مخالفان يې وېره لري قربانيان به يې دې ته زړه ښه نه کړي چې خپله لانجه له کورنۍ راوباسي، ځکه نه به غواړي چې خپلوانو ته يې دې د جرم ګوته ونيول شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون وايي د خپلې خوښې پر ضد يو څوک واده ته اړ ايستل، ناقانونه کار دی

خو د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون خپل باور په روښانه ټکيو کې څرګندوي چې د خپلې خوښې پر ضد يو څوک واده ته اړ ايستل، ناقانونه کار دی:

"دا اړينه ده چې دا يو جرم وګڼل شي، ځکه چې دا په بشپړ ډول يو کرغېړن عمل دی.

دا له مرييتوب لږ څه کم دی. ۱۵ کلن، ۱۶ کلن بریتانويان بل هېواد ته د دوی د ارادې خلاف بېول کېږي، د دوی د خوښې پر خلاف يې له يو چا سره واده کېږي، دا يو جرم دی او بايد يو جرم وګڼل شي، او په دې هېواد کې دې ورسره همداسې چلن وشي."

ډېری نجونې چې په زوره واده ته اړ ايستل کېږي په بريتانيا کې د مسلمانانو له ټولنو وي.

د اسلامي احکامو پوهان وايي د نکاح تړلو کې پر کورنۍ سربېره د هلک او نجلۍ دواړو خوښه او رضايت لازم دی.

د زور واده چې له وړاندې په سکالنډ کې ناقانونه دی، د بريتانيا په نورو برخو کې يې په قانوني ډول جرم ګڼلو يې چاروکي باور ښيي يو داسې پياوړی پيغام استوي چې ګنې له دې وروسته د نه زغملو دی.

خو د بريتانيا حکومت مخالف کارګر ګوند وايي د کورنيو چارو وزارت بايد ثابته کړي چې وړاندی شوی قانوني چوکاټ فعال دی، او له مناسب ملاتړ د مخنيوي ګامونو، پوهنې او پلي کونې پرته کوم توپير رامنځته نه کړي.