په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان پوليسو د چاغښت ستونزه

د پاکستان پنجاب پوليس ځواکونو کې پوليس افسرانو ته ويل شوي، که خپلې ملاوې لږترلږه ۳۸ انچو ته راکمې نه کړي، يوازې د ميز ترشا دندې به ترسره کوي، چې ورسره به یې معاشونه کمېږي.

نژدې ۱۷۵۰۰۰ پوليس افسران، چې ډېری يې ويل کېږي زيات وزنونه لري، خپل ځانونه بايد د جولای تر لومړۍ غښتلي کړي.