په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګري ملتونه او افغانستان: لومړۍ برخه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې خپل سیاسي حضور کموي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی یان کوبیش وايي اوس د دې وخت رارسېدلی چې په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي حضور کم شي.

په دې ترڅ کې څو اوونۍ مخکې په نیمروز ولایت کې د یوناما دفتر وتړل شو.

په تېرو څو کلونو کې افغان حکومت په وار وار غوښتنه کوله چې په افغانستان کې دې د ملګرو ملتونو سیاسي حضور محدود شي خو د ملګرو ملتونو دفتر دا هرڅه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو له سپارلو پورې تړلې بولي.

په همدې حال کې یو شمېر څارونکي په دې بارو دي چې اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي حضور د کمولو لپاره ښه وخت نه دی.

یما بارز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه د راپورونو یوه لړۍ جوړه کړې چې نن یې لومړنۍ برخه دلته اورئ.