په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان څنگه د دې لارې پر بيرته پرانيستو موافقه وکړه؟

پاکستان، افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو ته داکمالاتي لارې پربيرته پرانيستو هوکړه وکړه. پاکستان له هغې وروسته دغه گام اوچت کړ، چې د امريکا متحده ايالتونو تېر نومبر کې د امريکا د هوايي ځواکونو په يوه گوزار کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو د وژلو له کبله بښنه وغوښته.

دامريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل، چې واشنگټن د نومبر پر پيښې سخت خواشينى دى.

امريکا د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه چې پر هر اکمالاتي لارۍ دې دوى ته پنځه زره امريکايي ډالره ټکس ورکړي.

خو په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي ښايي، چې امريکا د دې گام په بدل کې پاکستان ته خپله ځنډول شوې يو ميليارد ډالره پوځي مرسته بېرته ورکړي.

پاکستان له امريکايي چاراکو سره له اووه مياشتو سختو خبرو اترو وروسته دغه گام اوچت کړ. دا افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو تر ټولو ارزانه لار ده.

دغه لاره همداسې چې اوس افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره مهمه ده، له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره هم ډير ارزښت لاري.

اټکل کېږي چې د ناټو زغره وال گاډي او پوځي وسايل له همدې لارې وايستل شي.

پوښتنه اوس دا ده چې د پاکستان دغه گام به په څومره کې وکولى شي چې واشنگټن، کابل او اسلام اباد سره نژدې کړي.

په همدې اړه متین سمسور د پاکستان د بهرنيو چارو له پخواني وزير سرتاج عزيز سره مرکه کړې او لومړى یې ترې پوښتي چې پاکستان څنگه د دې لارې پر بيرته پرانيستو موافقه وکړه؟