په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګري ملتونه او افعانستان - څلورم پروګرام

په دې پروګرام کې هغو نیوکو ته چې په تېرو لسو کلونو کې د دوی په کړو وړو شوې دي، د یونما ځواب اورو.

د افغانستان د خلکو هغو لوړو او اوږدمهالو ارمانونو ته چې د یوه کاري حکومت د جوړولو، د سولې اوثبات د راوستلو، د انتقالي عدالت د پلي کولو، د بې وسلې کولو او بیا رغوونې لپاره یې لرل، د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا وه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازي چې د دغو هڅو په سر کې وه، په دې هېواد کې یې د یوې با ثباته ټولنې په جوړولو کې لاسته راوړنې لرلې خو په دې برخه کې یې په چارو کې ستونزې او نیمګړتیا وې هم وې.

زموږ همکار جواد صمیمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول او فعالیت په اړه د رپوټونو لړۍ جوړه کړې چې دریمه برخه یې سپین تڼی وړاندې کوي.