په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هغې ذرې هرکلى چې کاينات سره غوڼد ساتي

ساينس پوهانو د هغه بڅري يا ذرې د موندلو هرکلى کړى چې وايي د اټوم له درې گونو اجزاوو څخه هم کوچنى دى.

دوى وايي دغه بڅرى به د کايناتو په اړه دانسان معلومات نور ډېر کړي.

د نوي خورا کوچني بنسټيز بڅري د موندنې خبر په سويس کې د سېرن د نړيوال لابراتوار له خوا ورکړ شوى دى.

د اعلان له مخې دا نوې موندنه، د خورا کوچنۍ ذرې د شتوالي په اړه له يوې پخوانۍ نظريې سره سمون لري چې "هېگز بوسون" نومېږي.

په دې اړه نور معلومات مې په لندن کې له يوه افغان څېړونکي ډاکټر خسرو سنگروال نه وغوښتل: