په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د رسنيو قانون کړکېچ

د انځور حقوق
Image caption د رسنيو د قانون دغه نوې مسوده په پنځلسو فصلونو او ۱۱۰ مادو کې جوړه شوې ده.

دا اوونۍ د رسنيو قانون مسودې له بېلابېلو خواوو ناندرۍ راپورته کړې وې، چې د رسنيو شورا چمتو کړې او د افغانستان اطلاعاتو او کلتو وزارت له لوري د غور لپاره عدليې وزارت ته لېږل شوې ده.

دغه مسوده څو اوونۍ مخکې په دولتي رسنيو کې خپره شوې وه، چې ورسره په راپورنو کې ويل کېدل ګنې ځيني دولتي اړخونه پرې غور کوي.

په دې وړاندې شوې مسوده کې د رسنيو لوړې شورا ته ډېر واکونو او هم د تګلار جوړونې پرانيستی لاس په ګوته شوی و.

همدې مسالې د خبريالانو، رسنۍ والو او هم د هغو ټولنو نيوکې راوپارولې چې د بيان له ازادۍ دفاع کوي.

د بشري حقونو د څار ډلې ويلي وو، ګنې له افغان دولت نه يې غوښتي وو، چې د دغه وړانديز له منلو ډډه وکړي.

دغې ټولنې په خپله اعلاميه کې زياته کړې وه، ګنې د رسنيو د قانون وړاندې شوې مسوده پر رسنيو د دولت کنټرول زياتوي او د بيان پر ازادۍ کړۍ راتنګوي.

د افغان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنيزو چارو مرستيال مبارز راشدي د جولای پر ۳ مه وويل ګنې دغه مسوده لغوه شوې ده.

د رسنيو د قانون دغه نوې مسوده په پنځلسو فصلونو او ۱۱۰ مادو کې جوړه شوې ده.

خو د ښاغلي راشدي له دغو څرګندونو سره بيا هم د دغې مسودې برخليک لا نه دی روښانه، چې لا اوس به هم پرې رايه ورکول کېږي، او که به پخوانی قانون يا نور بدلونونه د غور لپاره وړاندې کېږي.

اوسمهال د ټوليزو رسنيو هغه قانون پلی کېږي چې په ۲۰۰۹ کال کې د افغان پارلمان منلی دی. دغه قانون د رسنيو د فعاليت په برخه کې د ستاينې وړ ګام بلل کېږي.

په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د رسنيو او بيا ازادۍ برخه کې ښه پرمختګ کړی، خود ورستۍ مسودې وروسته اندېښنه دا راپورته چې د رسنيو او بيان دا ازادي به همداسې وساتل شي که څنګه.

د داوونۍ پېلوزي کې پر همدې موضوع، په کابل کې د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې مشر ضيا بوميا او افغان ولسي جرګه کې د فرهنګي چارو کمسيون غړې ساهره شريف سره خبرې کوو.

کليواله شپه

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د کندار کليوالې شپې فاليت کې د دغه ولايت د بېلابېلو دودونو نندارې وړاندې شوې.

سلګونه کندهاريانو د کليوالې شپې تر نامه نامه لاندې خپل کلتوري دودونه ولمانځل.

په دغه شپه کې دکليوال ژوند ريښتنی انځور، دکندهار فولکلوريکې لوبې، اصلي کندهاري موسيقي، دوديز خواړه او دکندهار د خلګو اصلي جامې ننداری ته وړاندې شوې.

په دغه کليواله شپه کې د کندهار پر چارواکيو او اوسېدونکيو سربېره د دغه ولايت له ولسواليو هم سلګونه کليوال ورغلي وو، او کرۍ شپه يې په لوبو او موسيقې ږغونې رڼه کړه.

مامون درانی هم د کندهار دغې کليوالې شپې ته ورغلی و، او راپور پرې لري.

غزني کې د نويو مهالنيو چاپ

غزني چې د افغانستان له تاريخي ښارونو دی، په نژدې موده کې په کې دريو مهالنيو په خپرېدو پيل کړی دی.

ټاکل شوې دغه ښار ۲۰۱۳ کال د اسلامي هېوادونو کلتوري پلازمېنه په توګه غوره شي.

که څه هم د پښتو مهالنيو وروستي چاپ د ژبې او پوهنې لپاره د خدمت يو ګام بلل شوی، خو په غزنی کې د پښتو چاپي خپرونو رنګ ډېر تت بلل کېږي.

د انځور حقوق 1
Image caption په غزني کې د تازه مهالنيو په چاپ خوښي ښوول شويو خو بيا هم د پښتو چاپي رسنيو رنګ تت ګڼل شړی دی،

غزني کې د ناراميو زياتې کېږي، چې له امله يې ادبي کلتوري فعاليتونه اغېزمن شوي دي. اسد الله جلالزی مو پېلوځي کې د پښتو مهالنيو له چاپ خبروي.

او هغه کتابونه د چاپ خبر یې راسره دی، (ستورو ته ناست يم له ستاره سره) د سعيد زابلي شعري ټولګه ، (قدرت لارۍ) د زبير شفيقي طنزي اثر، په (۲۳۰) مخونو کې چې نژدې (۱۰۶) عنوانه مطالب او طنزونه لري دا دواړه دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړي. او (نړيوال سازمانونه) د جعفر هاند کتاب دی چې د نړۍ او سيمې مشهورو سازمانونو پېژندنه په کې شوې او جلال اباد کې مومند خپروندويه ټولنې چاپ کړی دی.

او خبريال وېبپاڼه وايي په پاکستان کې يې پر فعاليت بنديز لګېدلی دی. دغه وېبپاڼه وايي بنديز پرې له يوې اوونۍ راهيسې لګېدلی او په پاکستان کې ورته لاسرسی نه شي کېدی.