په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خوست ښار د پراختیا پر سر لانجه

د خوست ملکي چارواکي ادعا کوي چې د فاع وزارت د خوست ښار د پراختیا مخه نیولي ده.

د ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ښار د پراختیا لپاره پلان لري، خو دفاع وزارت هغه ځمکې نه ورکوي چې ښار ورسره پراخیږي.

په خوست کې د ملي دفاع وزارت استازي وايي چې دغه موضوع باید په لوړه کچه مطرح شي.

د خوست ښاریان هم شکايت کوي چې ښار د ګڼې ګوڼې له امله ډېر تنګ او چټل دی.