په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستانکزی: د سولې هڅې عملي کار غواړي

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مرستیال معصوم ستانکزي بي بي سي ته وویل، د امریکا، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې پر بهیر ټینګار وکړ.

نوموړي توکیو کې د افغانستان په تړاو غونډې پرمهال وویل، چې درې واړو وزیرانو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې په بهیر کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې ګټورې خبرې درلودې.