په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د پروان د مېرمنې وژونکي دې ونيول شي"

واشنگټن د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د ادعا له مخې د وسله والو طالبانو له لوري د يوې افغانې مېرمنې د وژنې پر وړاندې توند غبرگون ښودلى دى.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني (Jay Carney) وويل، دغه پېښه د ښځو پر وړاندې د توندلارو وسله والو ډلو د سختې بې رحمۍ څرگندويي کوي.

تېره اوونۍ دغه ۲۲ کلنه مېرمن د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د بدلمنۍ په تور د يوه وسله وال له لوري داسې مهال په ډزو ووژل شوه چې سيمه کې راټولو شويو خلکو د الله اکبر نارې وهلې.

افغان حکومت د دغې پيښه پړه پر طالبانواچولې ده.

خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو په پېښه کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

په همدې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د دغې پېښې ترسره کوونکي عدالت ته ودروي.

کميسيون ويلي دي چې د روان لمريز کال په لومړيو دريو مياشتو کې شاوخوا ۴۰ افغانې مېرمنې په دې هېواد کې وژل شوي دي.

کميسيون د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دغه ډول پېښو په دوام کې افغان حکومت تورنوي او وايي د دغو پېښو عاملينو ته سزا نه ورکوي.

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشره سیما ثمر په دې اړه د يوې مرکې په سر کې لومړى دې پوښتنې ته ځواب وايي چې که طالبانو دغه کار نه وي کړى ، د دوى اټکلونه څه دي چې چا به پروان کې دغه مېرمن وژلې وي؟