افغان سوداګر به یوازې ګمرک ته مالیه ورکوي

افغان حکومت وايي تر دې وروسته به ښاروالۍ په سوداګریزو توکو بار لاریو څخه هېڅ راز مالیه نه اخلي او یوازې ګمرک ته به مالیه ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ویاند وحیدالله غازي خیل بي بي سي ته وویل له دې سره به د افغان سوداګرو ستونزې یو څه راکمې شي.