په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: له هنرونو سره توپيري چلن؟

Image caption که څه هم په تېره يوه لسيزه کې د هنر غوړېدو برخه كې پرمختګ شوی، خو بيا هم د بېلابېلو هنرونو پر وړاندې د ننګونو او خنډونو يادونه کېږې

په تېره نژدې موده کې په افغانستان کې د انځورګرۍ بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي، چې وروستی يې د کابل ملي ګلرۍ کې د حسام الدين رستاقي د انځورګريزو اثارو نندارتون دی.

په دغه نندارتون کې د ښاغلي رستاقي د انځور ګرۍ ۵۳ تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې، چې د افغانستان ټولنيز ژوند انځورونه په کې شوې ده.

له دې مخکې په هرات کې د بهزاد نندارتون، په هلمند کې د ښکلو هنرونو نندارتون، په کابل کې د افغان ترک نړيوال نندارتون او داسې نور بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي، چې د افغان هنرونو بېلګې په کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

که څه هم په تېره يوه لسيزه کې د هنر غوړېدو په برخه کې پرمختګ شوی، خو بيا هم د بېلابېلو هنرونو پر وړاندې د ننګونو او خنډونو يادونه کېږې، او لا د ځينو هنرونو د له منځه تلو اندېښنې هم څرګندې شوې دي.

د دې اوونۍ پېلوزي کې د هنرونو پر تېر او هم هسک او ځوړ بنډار کوو، دا چې ولې ځينې هنرونه غوړېدلي او نور بيا ځپل شوي دي.

په بحث کې ليکوالان او څېړونکي هر يو اسد الله غضنفر او حبيب الله رفيع راسره خبرې کوي.

د ارنسټ هېمينګوې "له وسلو سره مخه ښه" ناول بيا چاپېږي

د امريکايي ناول ليکونکي ارنسټ هېمينګوې کلاسيک ناول "له وسلو سره مخه ښه" په امريکا کې چاپېدونکی دی.

خو دا لومړی ځل دی چې دغه ناول په کې د خپل پای په څه کم ۵۰ بېلابېلو بڼو چاپېږي.

له هېمينګوې دا خبره مشهوره شوې وه چې ويلي يې وو، ده د خپل دغه ناول پای ۳۹ ځله ليکلی چې د خپلې ليکنې بهير په کې سم راسم کړي، په داسې حال کې چې وروسته يې اصلي شمېر ۴۷ ځله رابرسېره شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption ارنسټ هېمينګوې په ۱۸۹۹ کال کې د امريکا په اېلېنوی ايالت کې زېږېدلی و

ارنسټ هېمينګوې په ۱۸۹۹ کال کې د امريکا په اېلېنوی ايالت کې زېږېدلی او د يوه ليکوال په توګه يې خپله دنده کله چې ۱۷ کلن و په کنساس ښار کې په يوه ورځپاڼه کې پيل کړې وه.

هېمېنګوې د خپل ژوند وروستي کلونه په فلورېډا او کيوبا کې تېر کړي او بيا په ۱۹۶۱ کال کې په ايډاهو کې مېشت شوی دی. په ۱۹۶۱ کال کې چې د خپل عمر ۶۱ کلنۍ ته رسېدلی و، ځانوژنه وکړه.

دا چې ولې ده "له وسلو سره مخه ښه" خپل ناول پای څو ځله ليکلی، او هم د ده پر نورو ادبي اړخونو د لوېديځې سېډني پوهنتون استاذ او د ادب څېړونکی احسان الله ازري ستانکزی راسره کوي.

د پښتونخوا کوکار

په پېلوځي کې د پښتونخوا کوکار اورو. پښتانه شاعران د نن ورځې پېښې، او د خپلې ټولنې ناخوالې په شعري بڼه انځوروي.

د پېښور شاعر شاه سعود خپل شعر "زما وطن د هسپټال په بستره کې پروت دی" په خپل غږ را اوروي.

او دا اوونۍ د هند مشهور پهلوان او فېلم ستوری دارا سنګ د خپل عمر په ۸۴ کلنۍ مړ شو. دارا سنګ په لومړيو کې يو پهلوان و، چې بيا وروسته په فېلمونو او ټلوزيوني ډرامو کې لوبغاړی شو. دی په راماين ډرامه کې په لوبېدنه ډېر مشهور شوی و.