په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هدفي وژنې څوک کوي؟

افغان امنيتي چارواکي وايي د هېواد په شمال کې يوه ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني په ګډون شاوخوا ۲۰ کسه وژلي دي.

په دغه ځانمرګي بريد کې د سمنګان ولايت د امنيت مشر جنرال محمد خان هم وژل شوی دی.

که څه هم طالبانو د بريد پړې له منلو ډډه کړې، خو تېر کال د "البدر" او سږکال د "الفاروق" پسرلنيوعملياتو په اعلانولو سره يې ګواښ کړی و، چې هر هغه څوک به په نښه کوي چې په افغانستان کې له واکمن نظام سره همکاري کوي.

دا چې د دغو پېښو تر شا د چا لاس کېدی شي، چا ته يې ګټه رسېږي او د سولې بهير څومره زيانمنولی شي، دې او نورو پوښتنو لپاره امان الله عطا عمران د سيمه ييزو چارو له کار پوه جاوېد کوهستاني، او د ولسي جرګې غړي شېرولي وردګ سره يوه بحث کړی.

لومړی ښاغلی وردګ د دغه ډول پېښو پر اړخونو غږيږي