په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست کې غرنۍ سیمه په مېله ځای بدليږي

د خوست ځايي چارواکي وايي یوه غرنۍ سیمه په مېله ځای بدلوي.

دغه سیمه شمالي وزیرستان ته نژدې د تڼیو په غرونو کې د ادماما د زیارت په نوم مشهوره ده.

ځايي شتمنو هم په دې برخه کې مرسته کړې ده.

که دا کار وشي نو تر یو ځایه به د خوست مېشتو هغه ستونزه راکمه شي چې د مېله ځایونو د کموالي په برخه کې یې لري.