په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان مېرمن د خپل رستورانت عايد په نشه يانو لګوی

یوې افغان مېرمنې د پلازمنې کابل په لوېدیځ کې رستورانت جوړ کړی چې عاید یې په مخدره موادو د روږدو کسانو په درملنه لګوي.

تاج بیګم رستورانت، شاعرې او فلم جوړونکې لیلا حیدري په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه جوړ کړی دی.

لیلا حيدري وايي تر دې دمه یې د شاوخوا ۳۰۰ کسانو درملنه کړې او غواړي خپلې هڅې لا پراخه کړي.

دغه رستورانت ته تر ډېره سندرغاړي او فرهنګي خلک ورځي.

خوشحال تايب هم دغه رستورانت ته سر ورښکاره کړی او دغه راپور يې پرې چمتو کړی دی.