په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اولمپیک د مشال افغانه لېږدونکې هيله ولي

د اولمپيک مشال کوربه ښار ته په يو ډرماټيک ډول رسېدلی دی.

مشال تېره شپه شاهي سمندري ځواکونو له يوې چورلکې د لندن څلي ته راښکته کړی شو.

په نوې بڼه مشال د ۸۰۰۰ کسانو له خوا وړل کیږي، چې تر اوسه يې د وړلو واټن څه د پاسه ۱۲۰۰۰ کيلو متره او څه د پاسه دوه مياشتې وخت نيولی دی.

د جولای پر ۲۷ مه د اولمپيک لوبو تر پرانيستې به یې د وړلو فعاليتونه روان وي.

د مشال لېږدونکو له ډلې يوه هم افغانه نجلۍ هيله ولي ده، چې نژدې وخت کې يې د لندن رويال هاوې پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي. دا د مشال لېږدولو په اړه له بي بي سي سره وغږېده