په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په اولمپيک کې د جودو افغان لوبغاړی وايي مډال به ګټي

د لندن د ۲۰۱۲ کال اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د افغان لوبغاړو ډله د جولای په ۲۰ مه دې ښار ته رسېدلې ده.

په دې ډله ۶کې تنه افغان لوبغاړي دي، چې په تکواندو ، منډو، سوک وهنه، او جودو سياليو کې به د مډال ګټنې په موخه خپل بخت ازمايي.

له دغو افغان لوبغاړو نه يو هم اجمل فيض زاده دی. دی ۲۵ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی، او د لندن اولمپيک په جودو لوبو کې به سيالي کوي.

دا چې د اولمپيک لوبو ته څومره چمتوالی لري، په همدې اړه مو ورسره خبرې کړې دي.