په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې نجونې له کوره تېښتې ته اړې کيږي؟

د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې امنيتي چارواکي وايي دوې نجونې د خپلې کورنۍ له خواه وژل شوي دي.

د سيمې د چارواکو په وينا وژل شوي نجونې څلور ورځې وړاندې د بهرنيانو له يوه افغان ژباړن سره له خپله کوره تښتېدلې وې اوتېره شپه بېرته کورته له ستنېدو سره سم د خپل پلار له خوا وژل شوي دي.

خو ولې دغه نجونې له کوره تېښتې ته اړې کيږي، د دغه ډول پېښو او د دغه راز غمجنو پایلو د مخنیوي لپاره څه کېدلی شي؟

دا پوښتنې مو د کابل پوهنتون د ارواح پوهنې او تربیتي علومو د پوهنځي استاد پوهنمل غلام دستګیر مخې ته کېښودې.