په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د قبلې موندنې نوی طرح شوی جای نماز

د ډېرو مسلمانانو لپاره په نا آشنا ځاى کې لمونځ او هلته د قبلې موندل ښايي ستونزه شي.

خو اوس په لندن کې مېشت يوه ترکي طراح سونېر اوزینک "السجاده"- د لمانځه داسې مسله (جاى نماز) جوړه کړې چې دننه پکې د قبلې موندونکې وسيله ځاى پرځاى ده او چې يو ځل ټيک لورى ومومي، چارچاپېر په کې لگېدلي څراغونه لگېږي.