په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځوانان څنګه د افغانستان په ښېرازۍ کې ونډه لرلی شي؟

د ستاسې غږ په دې ګڼه کې په دې موضوع خبرې وګړې چې ځوانان چې د افغانستان د وګړو په سلو کې ۶۰ جوړوي، د دې هېواد په راتلونکي کې کومه ونډه لرلی شي؟

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې سلګونو افغان ځوانانو په کابل کې د یوې جرګې په لړ کې په افغانستان کې د ادارې فساد، د امریکایی اډو په جوړولو، بیکارۍ، د ځوانانو لپاره د زده کړې د فرصتونو په برابرولو او د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث وکړ.