په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فېسبوک او ټويټر اغېز په ډېرېدو دی

په افغانستان کې ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فیسبوک د خلکو اوږده مزلونه د کمپيوتر تر شا رالنډ کړې دي.

اوس خلک کولی شي یو خبر له راډيو او تلويزيون وړاندې په ډېره چټکۍ د فېسبوک او ټويټر له لارې له خپلو ملګرو سره شريک کړي.

فیسبوک ځوانانو ته دا اسانتیاوې هم برابرې کړي چې خپلې ليکنې خپرې او په اړه يې په ډېر لږ وخت کې غبرګونه او وړانديزونه ترلاسه کړي.

داچې فېسبوک خلکو ته نورې څومره اسانتياوې برابرې کړي فهيم عابد په خپل راپور کې راغونډې کړې دي.