په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکومت سره یو ځای کېدونکي وسله وال طالبان دي؟

افغان چارواکي وايي د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر سره تراوسه څه باندې ۵۰۰۰ طالب وسله وال یوځای شوي دي.

چارواکي مني چې له دې ډلې نه یو شمېر د بېلا بېلو لاملونو له امله بېرته له طالبانو سره یوځای شوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی ډاکټر محمد اسماعیل قاسم یار وايي د هغو طالبانو په ساتنه او امنیت کې نړیوال هم مرسته کوي چې د سولې له بهیر سره یوځای کیږي.

په همدې حال کې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه هم وايي ګومان کوي چې په تېرو دوو کلونو کې توانېدلي چې په ګڼ شمېر کې وسله وال طالبان د خپلو وسلو اېښودلو ته وهڅوي.

دوی وايي تراوسه ۵۰۰۰ طالب وسله وال د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د نړیوالو ځواکونو وینا ده چې په وروستیو میاشتو کې له دولت سره د یوځای کېدونکو طالبانو شمېره زیاته شوې ده.

خو آیا له افغان حکومت سره یوځای شوي او یوځای کېدونکي وسله وال په رښتیا هم طالب وسله وال دي او که څنګه؟

دا پوښتنه ابراهیم امیري د افغانستان د سیاسي چارو له شننونکي وحید مژده نه د مرکې په پیل کې وکړه.